
کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په چپرهار او اچین ولسوالیو کې د تندر لوېدو درېیو پېښو له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپيان دي.
دغه پېښې د اچین ولسوالۍ په مرکز او د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو او لالا کلیو کې شوې دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په یادو پېښو کې درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې سخت ورښتونه شوي دي.