
کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي دی.
هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند په بغرا ویاله کې یوه موټر لوېدلی دی.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په پېښه کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.