
کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن سهار کابل ته ته راغلي او د طالبانو له مشرانو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم دغه سفر کې د نوموړي ملتیا کوي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي ته چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، په ارګ کې هرکلی ووایه.
هغه لیکلي. ټاکل شوې د طالبانو رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، تجارتي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا سربېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اجباري اخراج موضوع په اړه خبرې وکړي.