
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
نورستان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یږې دوه کسان داړلي او وژلي یې دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواب ولسوالۍ د ژونیا درې اړوند د کونډا کلي دوه تنه کسان تېره ورځ یوې غره تللي دي.
امنیه قومانداني لیکلي چې هلته یږې پر دواړو حمله کړې او وژلي یې دي.