خبرونهنړۍ

د ټرمپ په امر د نشه یي توکو قاچاق کوونکي بېړۍ کې ۳ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د نوموړي په امر د دې هېواد په سرحدي سیمو کې یې د نشه یي توکو د لیږد درېیمه کښتۍ هم په نښه کړې، چې په کې سپاره درې تنه هم وژل شوي.

هغه ویلي، دغه کښتۍ یې د جنګ وزارت د جنوبي قوماندانۍ له لورې په نښه شوې ده.

امریکا په دې وروستیو کې د وینزویلا سره په سرحدي سیمو کې هوايي او ځمکني قواوې ځای پر ځای کړي او موخه یې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه یاده کړې.

دوی تر دې وړاندې هم دوه کښتۍ په نښه کړې وې او ادعا یې کړې وه، چې د نشه یي توکو قاچاقبران یې ویشتي دي.

خو د ونیزویلا ولسمشر د ټرمپ ادعاوې بې بنسټه بولي او وایي، چې هغه د وینزویلا تیلو تر لاسه کولو لپاره پلان جوړ کړی دی.