
کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل اوزبیکستاني سیال بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په ځانګړي توګه د افغان-ترانس اوسپنې پټلۍ او د افغانستان اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
سعیدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اوزبیکستان ته د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.
نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په ځانګړې توګه افغان اتباعو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده.
ورتهمهال متقي ویلي، چې افغانستان د لویو پروژو پلي کولو او د سیاسي، سوداګریزو او ترانزېټي همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.