
کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته یې د دوحې سفر لپاره د سفر بندیز معافیت تایید کړی دی.
امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه معافیت د اپرېل له ۲۷مې د راتلونکې مې میاشتې تر څلورمې نېټې د اعتبار وړ دی.
امیرخان متقي نن (یکشنبه) د قطر پلازمېنه دوحې ته ځي او ټاکل شوې د دغه هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.