
کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي آنند پرکاش سره لیدلي.
په دې لیدنه کې، متقي د اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د هندي پانګوالو د پانګونې پر هڅولو ټینګار وکړ.
همدارنګه، هغه د افغانانو لپاره د ویزې د صادرولو د بیا پیل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا غوښتنه وکړه.
پرکاش هم ډاډ ورکړی، چې هند به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د دې هېواد په زیربنايي پروژو کې به پانګونه وکړي.
دغه لوړ پوړی طالب په داسې حال کې هندي چارواکو سره لیدنه کوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.