خبرونهنړۍ

ترکیې پاکستان ته شپږ C-130 جنګي الوتکې لېږلي

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

هندي رسنۍ ډیلي ګارډین راپور ورکړی چې د کشمیر د پهلګام ترهګریز برید وروسته د ترکیې له خوا پاکستان سره نظامي مرستې پیل شوي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، ترکیې په دې وروستیو کې پاکستان ته شپږ C-130 جنګي الوتکې لېږلې دي، چې دا اقدام نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښيي، بلکې د ترکیې، پاکستان او چین ترمنځ د یوه ستراتیژیک اتحاد د جوړېدو په توګه هم ګڼل کېږي.

دې هندي رسنۍ ویلي، دا تحولات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا هم په زیاتېدو دی او په سویلي اسیا کې د هند رول د یوه اصلي لوبغاړي په توګه ګڼل کیږي.

د ترکیې دا اقدام د سویلي اسیا په سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو قدرتونو کې د لویو بدلونونو نښه ګڼل کېږي او کارپوهان د راتلونکو تحولاتو څارنه په دقت ترسره کوي.