افغانستانخبرونه

ننګرهار کې ۶ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

سیمه ییزې سرچینې وایي، د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې یو اشپز طالب د پوستې په نورو طالبانو ډزې کړي، چې له امله یې ۳ طالبان وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه نن د شیرزادو ولسوالۍ د بر اشپان سیمې په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

د دغه پېښې عامل چې د طالبانو په لیکو کې یې اشپزې کوله، د نورو طالبانو لخوا نیول شوې.

ویل کیږي، د پېښې ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي.

که څه هم تر دې دمه د دغه پېښې انګیزه نده روښانه، خو د تیر نظام پر مهال به د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورته پېښو رامنځته کېدو ته نفوذې کړنه ویل کېده.