
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرکټ ابدالیانو لوبډلې نن د سرلینکا الف لوبډلې په وړاندې د ابوظبۍ ټولېرنس کرکټ لوبغالي کې یوازینې څلور ورځنۍ لوبه پیل کړه.
په دغه لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د افغان ابدالیانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د دې خبر تر جوړېدو د سرلینکا الف لوبډلې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي او دوه سوه څلوېښت منډې ترسره کړي دي.