
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د امریکا سره یې د خبرو اترو لړۍ جریان لري او راتلونکې پړاو خبرې اترې به د ایټالیا په روم کې ترسره شي.
هغه ویلي، د خبرو په جريان کې د امريکا له خوا پر ایران د ځينو اقداماتو ترسره کول، یقیناٌ منفي پيغام لري او دا چاره د دوی جدیت تر پوښتنې لاندې راولي.
امریکا تیره ورځ د ایران په ګډون په یو شمېر هېوادونو او افرادو تازه بندیزونه اعلان کړل.
ایران تر دې وړاندې درې پړاو خبرې اترې ترسره کړي، چې دواړه لورو مثبتې ارزولي.