
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د هلمند ولایت په مارچې ولسوالۍ کې یوې میرمنې خپل خاوند له دې امله وژلی، چې دویم واده یې کړی.
دغه سرچینې زیاته کړه، یاده پېښه تېره شپه رامنځته شوې او میرمنې خپل خاوند په ډزو وېشتی او وژلی یې دی.
سرچینه وايي، وژل شوی کس ۴۰ کاله عمر درلود او دوه شپې وړاندې یې دویم واده کړی وو.
په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم یاده پېښه تائيد کړې او د څېړنو خبر یې ورکړی.