افغانستانخبرونه

پکتیا کې د منډهېر تفریحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د منډهېر تفريحي سيمه چې د طبيعي ښکلا له امله د هېواد د مهمو سيلانيزو سيمو څخه ګڼل کېږي، د ملي پارک د جوړېدو پروژه رسماً پيل شوه.

دغه پروژه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه افغان پانګه‌وال ته په قرارداد ورکړل شوې، چې چارې به یې د شپږو کلونو په موده کې بشپړې شي.

یاده پروژه کې اساسي سړک، عصري هوټل، جومات، سیار روغتون، برېښنا د اوبو سیستم، او نورې اسانتياوې په پام کې نیول شوې دي.

 چارواکو دغه پروژه د سيمې د فرهنګي او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.