خبرونهنړۍ

زرداري د پاکستان په اړه د هند په دریځ اندېښنه ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د ایران بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د هند د دریځونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ژمنتیا یې ښودلې، چې پاکستان د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزې حل لټوي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ایران بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي، اسلام اباد د پاهلګام پېښې تر شا د حقایقو روښانولو لپاره د شفافو، بې پرې او معتبرو نړیوالو څېړنو وړاندیز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې کتنه کې د پاکستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا او په جنوبي آسیا کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې د ایران پر رول ټینګار وکړ.

سید عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له قوماندان جنرال عاصم منیر سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د سرحدي امنیت میکانیزم څېړلی.

دواړو خواوو د ګډو سرحدونو د امنیت په تامینولو کې پر متقابلې ژمنتیا ټینګار کړی او په سیمه کې پر زیاتو همکاريو هوکړه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له اسلام اباد وروسته به د هند پلازمېنې ډیلي ته سفر وکړي، ترڅو د دوو اټمي ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ کمولو کې مرسته وکړي.