
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
ډیلي میل راپور ورکړی چې په قطر کې هغه افغان کډوال چې د امریکا د ویزې په تمه وو، د ټرمپ د وروستیو پالیسیو له امله بېبرخلیکه پاتې دي.
ټرمپ د افغان کډوالو لپاره د امریکا د ویزې د ترلاسه کولو هیلې کمزورې کړې دي.
سپینې ماڼۍ ته ټرمپ تر رسیدو وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د کډوالۍ پروګرام یې وځنډاوه، چې له امله یې ډیری هغه افغان کډوال چې د امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د امریکا له الوتنو څخه پاتې شول.
ځینې افغان کډوال د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په ګډوډۍ کې قطر ته لېږدول شوي او اوس مهال په یوه پوځي اډه کې ژوند کوي.
دا کډوال د ټرمپ له راتګ وروسته د امریکا د تلو هیلې کمزورې ګوري او نه افغانستان ته د بېرته ستنېدو لاره لري او نه هم داسې لاره چې دوی امریکا ته بوځي.