
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان د نیمايي وګړو لپاره ۴۵۰ ملیونه ډالره بودجې ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د اړمنو خلکو د مرستې لپاره ۴۵۰ ملیونه ډالره اړین دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې ۲۳ ملیونه خلک لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او دا سازمان د دوی د مرستې لپاره کافي بودجه نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، که افغانستان ۱۰۰ کسان نفوس درلود، ۵۰ به یې بشري مرستو ته اړتیا درلوده.