
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان لومړی وزیر وایي، د دې هېواد ملي امنیت عالي شورا د پاکستان وسله والو ځواکونو ته اجازه ورکړې چې د هند هوايي بریدونو په وړاندې “متقابل اقدامات” ترسره کړي.
د هند پوځ په بیګانیو بریدونو کې د پاکستان په خاوره کې لږ تر لږه ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
شهباز شریف اعلان وکړ چې اسلاماباد چمتو دی چې د نوي ډيلي په وړاندې متقابل ځواب ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا د دوو اټومي سیالانو ترمنځ له تېرو دوو لسیزو راهیسې تر ټولو سخت پوځي کړکېچ دی.
د هند دولت ادعا کړې چې د اپریل په ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې یې، د پاکستان په خاوره کې د “ترهګرو بنسټونو” پر ۹ اډو بریدونه کړي دي.
د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دا بریدونه د پنجاب ایالت په احمدپور شرقي، مریدکی، سیالکوټ، شکرګړه او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په کوټلي او مظفراباد ښارونو کې شوي دي.
په دې بریدونو کې د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري وویل چې د هند پنځه جنګي الوتکې او یوه بېپیلوټه الوتکه په نښه او نسکورې شوې دي. نوموړي د درېیو رافائل، یوې میګ-۲۹ او یوې سوخو-۵۷ جنګي الوتکو نومونه یاد کړل.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې په استناد، چې د هېوادونو لپاره د مشروع دفاع حق خوندي کوي، په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي: “پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې دا حق لري چې په خپل وخت، ځای او طریقه د خپلو بېګناه وګړو د ژوند او ملي حاکمیت د دفاع لپاره متقابل اقدامات وکړي.”
په اعلامیه کې زیاته شوې: “د پاکستان وسله والو ځواکونو ته په رسمي توګه اجازه ورکړل شوې چې په دې اړه اړین متقابل اقدامات ترسره کړي.”
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ: “هند یو ځل بیا د منطق او عقلانیت پرخلاف په سیمه کې د اور لمبې بلې کړې او د دې کړنې د راتلونکو پایلو پوره مسؤولیت به د نوي ډیلي پر غاړه وي.”