افغانستانخبرونه

تیر کال څه باندې ۲ میلیونه افغانانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، تیر ۱۴۰۳ هجري کال کې یې ۲ میلیونه، ۲۷۲ زره او ۳۸۴ تنو افغانانو ته پاسپورټونه ورکړي، چې له دې لارې یې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید تر لاسه کړي.

د دغه ریاست رئيس عبدالرحیم حسیب وایي، د پاسپورټونو په ورکړه کې سهولتونه رامنځته شوي او هر څوک کولی شي، په عادي او اسانه ډول اوس پاسپورټ تر لاسه کړی.

هغه وایي، د پاسپورټونو له ریاست سره د برېښنایې پېژندپاڼو د سیستم په یوځایوالي سره د نوم او عمر د اصلاح کولو کار هم اسانه شوی دی.

پاسپورټونه چې اوس هم د اسلامي جمهوریت تر عنوان لاندې خلکو ته ورکول کیږي، د پخوا په پرتله یې غوښتونکي هم کم شوي دي.