
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غوایي ۱۴۰۴ لمریز کال
څو ساعته وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند او پاکستان تر منځ د اوربند اعلان وکړ، دواړه اړخونه يو پر بل ادعا لري چې اوربند يې مات کړی دی.
نن د ورځې په اوږدو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله رسنۍ ټروت او ايکسپاڼه کې د هند او پاکستان تر منځ د اوربند پخلی وکړ او ويې ويل چې ټوله شپه د دواړو هېوادونو مشرانو سره د عاجل اوربند په اړه خبرې وکړې او د دوی موافقه يې ترلاسه کړه. نوموړي د دواړو هېوادونو دولتونو ته د اوربند مبارکي هم ورکړه.
خو له دغه خبر څو ساعته وروسته هندي او پاکستاني رسنيو د لوړپوړو چارواکو له خولې خبرونه خپاره او يو پر بل تور پورې کړ چې د اوربند له موافقې يې سرغړونه کړې او خپلو بريدونو ته يې ادامه ورکړې. هندي چارواکي ادعا لري چې پاکستاني ځواکونو د هند پر خاوره بريدونه کړي خو دوی لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
په مقابل کې پاکستاني چارواکي هم ادعا کوي چې هندي ځواکونو د اوربند د پرېکړې سپکاوی کړی او د پاکستان پر مختلفو سيمو يې د ميزاييلو او ډرون بريدونه کړي.
د انډيا ټوډی د خبر له مخې هند ادعا لري چې پاکستاني ځواکونو په سرحدي کرښې سربېره په جمهوو کشمير، سرينګر، اخنور، راجوري او رنويرسينګ پوره سيمو تر څنګ په نورو سيمو هم بريدونه کړي.
ډيلي پاکستان او ډان نيوز په شمول نورو پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې هندي ډرون الوتکو د پنجاب پر مختلفو سيمو له بمبار پرته پر پېښور هم دورې وهلي او ځای ځای يې بريدونه کړي. پاکستاني رسنۍ د چارواکو له خولې ادعا لري چې هند اوربند مات کړی او د ډرون تر څنګ د ميزايلو بريد هم کړی.
د جموو کشمير وزيراعلی عمر عبدالله ويلي چې اوربند نه دی قايم شوی او اوس هم چاودنې او بريدونه پرې روان دي. د عيني شاهدانو له قوله د پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې هم د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
که څه هم شنونکي دا جګړه د دواړو هېوادونو د حکومتونو په خوښه او ډيزاين شوې جګړه بولي خو عام ولسونه يې اوس هم په میليارډونو ډالره زيانمن کړل او د خلکو ژوند ژواک يې بې ثباته کړی.