خبرونهنړۍ

روسیې د اوکراین سره د خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د اوکراین سره مستقیمو خبرو اترو ته حاضر دی.

هغه زیاته کړې، مستقیمې خبرې اترې به د مې په ۱۵مه په استنبول کې پیل شي.
ولادیمیر پوتین وویل، د اوکراین سره خبرې اترې یې هیڅکله رد کړې نه دي او جدي خبرې اترې غواړي.
هغه زیاته کړه، په دې اړه به وروستی پرېکړه اوکراین وکړي، ترڅو د شخړو بنسټیزو لاملونو لمنځه وړلو ته کار وشي.

تر دې وړاندې پوتین دوه ځلې د اوکراین سره لنډ مهالې اوربندې اعلان کړې وې، چې اوکراین بیرته په سرغړونې تورن کړی.