
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اړوند د بېروجو یو کان د ښویېدو له امله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې امر محمدکامګار ویلي، دا پېښه پرون ماښام د سفید آورینګ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، دا درې کارګران د بېروج قیمتي ډبرو په استخراج بوخت وو، چې کان پرې ښویدلی.
هغه زیاته کړه، مړه شوي کسان له خاورو ویستل شوي دي.
درې ورځې وړاندې تاجکستان کې هم ۹ تنه افغان کان کیندونکې د کان د ښویدنې پېښې له امله مړه شوي و.