افغانستانخبرونه

د طالبانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د زمري ۲۸مه چې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې ورځ ده، په ټول هېواد کې عمومي رخصتۍ اعلان کړه.

دغه وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي: ((د زمري (اسد) ۲۸مه، له انګریزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو پرتمینې ورځې په مناسبت په ټول هوېاد کې عمومي رخصتي ده.))

۱۰۶ کاله وړاندې افغان غازیانو د شاه غازي امان الله خان تر قیادت لاندې له انګریزي استعمار څخه سیاسي ازادي اعلان کړه خو انګرېزانو د خپلو ګوډاګیانو په مرسته وکولی شول چې د شاه غازي د سولې، د هېواد د پرمختګ او په علمي ګاڼه د سمبال افغانستان ارمان پوره کېدو ته پرېنږدي او هغه له شاوخوا شپږ کلنۍ واکمنۍ وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شو.