افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار پوهنتون کې د خپرندويو ټولنو په همکارۍ د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

یاد نندارتون د کتاب نړۍوالې ورځې په مناسبت – چې د مې په ۲۳مه نمانځل کېږي – جوړ شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سیدمحمد وقار ویلي،  د دغه نندارتون موخه د کتاب د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي ورکړه او مطالعې ته د ځوانانو، په ځانګړې توګه د پوهنتون د محصلینو او زده‌کوونکو هڅونه ده.

هغه زیاته کړې چې په دغه نندارتون کې سلګونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.