افغانستانخبرونه

له پاکستاني زندانونو څخه۵۰ افغان بندیانو ازاد شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۵۰ افغان وګړي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا کسان د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

وروسته له هغې چې له پاکستان څخ د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې، پاکستان د افغان بندیانو د خوشي کولو لړۍ هم پیل کړې.

په تېرو درې میاشتو کې له زر تنو څخه زیات افغان چې د پاکستان په بېلا بېلو بندخونو کې بندیان و، ازاد شوی.