خبرونهنړۍ

پزشکیان: ډونالډ ټرمپ د سولې خبرو سره جوخت ګواښونه هم کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بلې خوا ګواښونه کوي.

هغه نن په تهران کې یوې غونډې ته وویل: «د ټرمپ هغه خبرې چې د ایران د ملت پر وړاندې یې کوي، پرته له هغه یې بل څوک نه باوروي.

نوموړي زیاته کړه، ټرمپ له یوې خوا د سولې او ارامۍ خبرې کوي او له بلې خوا د وژنو د پرمختللو وسایلو په اړه په ګواښونو سره خبرې کوي او په متضادو خبرو سره په یو وخت د سولې، وژنې او ناامنۍ پیغام ورکوي.»

پزشکیان زیاته کړه چې تهران به مذاکراتو ته دوام ورکړي، خو له ګواښونو هم نه وېرېږي.

هغه وویل: «موږ د جګړې په لټه کې نه یو.»

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو څلورمه پړاو تېره یکشنبه په عمان کې پای ته ورسېد.