
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي، چې غواړي د راتلونکي دوشنبې په ورځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په موخه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې وکړي.
ټرامپ د دې خبرو په تړاو ویلي:” د دې ټلیفوني خبرو اترو موضوعات به د هغې وینې بهېدنې درول وي، چې هر اونۍ پکې له ۵ زرو زیات روسي اوکرایني سرتیري وژل کیږي.
ټرامپ دا هم ویلي، چې له پوتین سره تر خبرو وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او د ناڼو له بېلابېلو غړو سره هم خبرې وکړي.
ټرامپ هیله ښودلې چې له پوتین سره تر خبرو وروسته به اوربند رامنځته شي او د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به پای ته ورسیږي.