
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم (EHF) د اروپايي کمیسیون او پولنډ په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. پولنډ دا مهال د اروپايي ټولنې د شورا دورهيي مشري پر غاړه لري.
د خبرپاڼې لمخې، دغه بشرپاله مرستو فورم د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه د بلجیم پلازمېنې بروکسل ښار په «سکوئر» نومې ځای کې کیږي.
دغه غونډه به د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو شورا (FAC) د غونډې پسې سمه جوړه شي.