افغانستانخبرونه

پاکستان پر افغان ټرانزیټ سوداګرۍ ۱۰ سلنه پروسسینګ فیس لګولی

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان رسنۍ وایي، د دغه هېواد ګمرکونو له لورې به تر دې وروسته د افغانستان له هغه توکو څخه لس سلنه پروسسینګ فیس اخلي، چې د دغه هېواد څخه ټرانزیټ کیږي.

دوی زیاته کړې، د دې پرېکړې موخه د افغان ټرانزیټ په نوم د پراخه قاچاق مخنیوی دی.

دوی وایي، ډېری وارد شوي توکي د سرحد څخه د تېرېدو پر ځای په پاکستان کې بېرته پلورل کیږي.

د پاکستان ایف بي ار ادارې ویلي، دا فیس پر هغو توکو لګول کیږي چې قیمت یې د ګمرک چارواکو لخوا ټاکل کیږي او د فیس ورکړه به د واردولو اعلان پر مهال اړینه وي.

په دې اقدام کې هغه توکي هم شامل کړل شوي چې پخوا استثنا شوي وو، چې په کې ډیجیټل ماشینونه، د موټرو پرزې، د بریښنا تولید وسایل، کیمیاوي مواد، کرنیز وسایل او د خوراکي توکو ځانګړي محصولات شامل دي.

په ورته وخت کې ایف بي آر د افغان ټرانزیټ لپاره کارېدونکې “ریوولونګ انشورنس ګارنټي” هم ختمه کړې او د ۱۰۰ سلنه نغدي بانکي ګارنټي قانون یې پیل کړی، چې لږ تر لږه یو کال به اغېزمن وي او په پاکستان کې به اخیستل کیږي.

دوی د یادې چارې موخه د سوداګریز امنیت پیاوړتیا او د قاچاق امکاناتو کمول په ګوته کړي.