
کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د کونړ ولایت په پېچ درې سیمه کې یو ځوان د ناڅرګنده کسانو له لورې په بې رحمه ډول وژل شوی دی.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاد ځوان سردار ولي نومیږي او شاوخوا ۱۷ کاله عمر لري، چې د کونړ په پیچ درې سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړه، له یاد ځوان څخه سر او پښې له تنه جلا کړای شوي دي او بیا په یوې بوجۍ کې سیند ته غورځول شوی دی.
ویل کیږي، دغه ځوان د ښوونځي زده کوونکی و او د قضیې په تړاو طالبانو یو پلار او زوی نیولي دي.