خبرونهنړۍ

د سعودي پاچا په لګښت سږ کال زر تنه فلسطینیان حج ادا کوي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د سعودي پاچا شاہ سلمان بن عبدالعزیز وایي، سږ کال به د حج مراسمو پر مهال د زر تنو فلسطینیانو کوربه وي، چې ټول لګښت به یې د شاه سلمان لخوا ورکړل شي.

د سعودي پریس اژانس وایي، دا اقدام د اسرائیلي یرغل پر مهال د شهيد شویو یا ټپي شوو فلسطینیانو د کورنیو سره د یووالي د څرګندولو په توګه شوی دی.

د راپور له مخې، دا کوربتوب د خادم الحرمین الشریفین د مېلمنو پروګرام برخه ده چې د سعودي د اسلامي چارو، دعوت او لارښوونې وزارت تر څارنې لاندې دی.

سعودي وزارت ویلي، چې دوی د دغو مېلمنو لپاره د حج ټول انتظاماتو جامع پلان جوړ کړی دی ترڅو د دوی عبادت اسانه او ساده شي.

فلسطینی حاجیانو ته به د دوی له وطن څخه د تلو څخه تر بېرته راستنېدو پورې ټول سفري، استوګنې او عبادتي اسانتیاوې برابرې شي.