خبرونهنړۍ

بلوچستان کې د ارمي سکول په بس موټر د چاودنې له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمه کې د ارمي سکول په بس موټر  چاودنې له امله د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد هېواد ای اېس پي ار دفتر ویلي، چې د دغه پېښې پلان په هندوستان کې جوړ شوی و او بلوچستان کې عملي شو.

دوی زیاته کړې، هندوستان د جګړې په میدان کې ناکام شو او په دغه ډول وحشتناکه بریدونو پلانونو سره ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

هندوستان تر اوسه د پاکستان د پوځ یادو څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.