
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو ځواکونو تېره ورځ (چهارشنبه) په جنین پنډغالي کې د یو شمېر هېوادونو په ډیپلوماټانو ډزې کړې دي.
د راپورونو پر اساس، یاد ډیپلوماټان د بریتانیا، مصر، روسیې، چین او نورو هېوادونو دي، چې له جنین پنډغالي څخه یې لیدنه کوله.
د اسرائیلو دغې کړنې ته نړیوال غبرګونونه ښودل شوي، ایټالیا او کاناډا په روم او اتاوا کې د یاد رژیم سفیران احضار کړي دي.
دغه برید داسې مهال کېږي، چې په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په پراخېدو نړیوالې نیوکې زیاتې شوې دي.