افغانستانخبرونه

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې له کوم دلیل د پېښو مسؤولیت پر افغانستان نه اچوي

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو بلوچستان کې د ښوونځي پر بس موټر د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغسې پېښو مسؤولیت پر افغانستان وانه‌چوي.

تېره ورځ د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د یوه ښوونځي د زده‌کوونکو پر بس موټر برید وشو، چې په کې د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، پر خپله اېکس‌پاڼه دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید هېڅ ډول توجیه نه‌لري.

هغه لیکلي: «خو په عین حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه له افغانستان سره تړي، په کلکه ردوو. پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغو پېښو مسؤولیت پر افغانستان وانه‌چوي.»

مجاهد زیاته کړې ده چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.