
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایرلینډ کپتان پال سټرلینګ د دغه هېواد لومړنی توپ وهونکی شو، چې د یاد هېواد لپاره یې لس زره منډې وکړې.
نوموړي دغه کارنامه پرون د ایرلینډ او ویسټ انډیز ترمنځ د درې یوه ورځنیو لوبو سریز په لومړۍ لوبه کې پوره کړ.
په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې کوربه آئرلینډ ویسټ انډیز ته د ۱۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په سیریز کې یې یو صفر مخکښي ترلاسه کړه.
په دې لوبه کې آئرلینډ لومړی بیټینګ وکړ او په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې یې ۳۰۳ منډې جوړې کړې.
انډریو بالبرني ۱۱۲، هیري ټیکټر ۵۶ او کپتان پال سټرلینګ ۵۴ منډې جوړې کړې.
د ۳۰۴ منډو هدف په ځواب کې ویسټ انډیز ټیم په ۳۵م اوور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده.
په دې لوبه کې د آیرلینډ کپتان پال سټرلینګ د آئرلینډ لپاره نوې تاریخ جوړ کړ.
پال سټرلینګ د آئرلینډ لپاره په نړیواله کرکټ کې ۱۰ زره منډې جوړوونکی لومړی بیټسمین شو.
دې ښي لاسي بیټسمین د آئرلینډ لپاره په ټي ټوئنټي نړیوالو سیالیو کې ۳۶۵۶، ټیسټ کې ۳۸۲ او یو ورځنیو سیالیو کې ۵۹۷۹ منډې جوړې کړې، چې ټولټال ۱۰ زره او ۱۷ منډې کیږي.