
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د کندهار د زراعت، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی پاکستان ته د ۸۶۴ پسونو د قاچاق مخنیوی وکړ.
د کندهار د زراعت ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، ۴۴۴ پسونه د معروف ولسوالۍ او ۴۲۰ پسونه د ریګستان ولسوالۍ څخه پرون ماښام په غیرقانوني توګه پاکستان ته لېږدول کېدل، چې طالبانو یې مخه ونیوله.
حقمل زیاتوي، یو شمېر کسان د دې پسونو د قاچاق په تور نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
دوه ورځې وړاندې هم د سپین بولدک ولسوالۍ څخه د ۷۰۰ پسونو د قاچاق مخنیوی شوی و.