
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار یې پیل کړی دی چې د کار د ښه ترسره کیدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کیږي.
یاد وزارت لیکلي، په همدې اساس مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳ ، ۴۰۴ ، ۵۸۰) وسایطو په شمول کولای شي، چې د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل( فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو، ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي او ټولو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب لوري او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته په اصلي مسیر د تګ اجازه ورکول کیږي.
د یادودنې ده چې د سالنګ لویې لارې ځینې چارې تېر کال بشپړې شوې وې.