خبرونهنړۍ

لس پاکستاني مامورین افغانانو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان حکومت وایي، ۱۰ دولتي مامورین یې د غیرقانوني همکارۍ او د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نیولي.

د را پورونو له مخې؛ د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) خپل ۱۰ کارکوونکي له دې امله نیولي، چې ۴۱ افغان اتباعو ته یې زمینه برابر کړې، چې په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تحقیقات وروسته له هغې پیل شول کله چې یو راپور خپور شو چې د اغا خان په نوم یو یو افغان تبعه، د سیالکوټ له هوایي ډګر څخه د پاکستاني پاسپورټ په کارولو سره سعودي عربستان ته تللی و.

د را پورونو له مخې؛ د یاد کس د څېړنې پر مهال معلومه شوه، چې له تیرو دوه کالونو راهیسې ۴۱ نور افغانان هم د پاکستان په جعلي پاسپورټ د سیالکوټ له لارې سعودي عربستان ته تللي.