
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندو ورځپاڼې راپور ورکړی چې هند د تېرې زېږيزې میاشتې (اپرېل) په وروستۍ اوونۍ کې افغانانو ته د دغه هېواد د انلاين ویزو د ورکړې بهیر بېرته پیل کړی دی.
راپور کې د سرچینو په حواله راغلي چې دغه انلاين ویزې سوداګرو، ناروغانو، لوبغاړو او هنرمندانو ته ورکول کیږي.
د راپور لمخې، هند کې د افغان زده کړیالانو مور او پلار او هغه خلک چې دغه هېواد کې ملکيت لري هم دې ویزو ته غوښتنليک استولی شي.
د هند حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.