افغانستانخبرونهکابل ټیلیګراف

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته ‌مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون د دوشي ولسوالۍ اړوند د «بابرقول» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو اوروژونکی موټر (اطفایه) له یوه کرولا موټر سره ټکر وکړ.

سرچینې لیکلي په دغه پېښه کې یو تن مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي دي.