افغانستانخبرونه

طالبان په لومړۍ ځل د مسکو په نړۍواله امنیتي ناسته کې ګډون کوي

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې امنیت شورا ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو استازي په لومړي ځل د مسکو د لوړ پوړو چارواکو په نړیواله امنیتي ناسته کې ګډون کوي.

د روسیې امنیت شورا ټینګار کړی، چې نوي امنیتي ګواښونه او ننګونې نړیوال او له پولو هاخوا بڼه لري او هېڅ هېواد نشي کولای، چې یوازې یا په دوه اړخیزه توګه له دغو ګواښونو سره مقابله وکړي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه ناسته د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې مسکو کې جوړیږي او د دې ناستې په څنډه کې د سویل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې، بریکس، د شانګهای همکارۍ سازمان او ګډو ګټو هېوادونو د استازو ترمنځ څو اړخیزه غیرې رسمي خبرې اترې ترسره کیږي.