افغانستانخبرونه

کاپیسا کې د دوو کورنیو شخړې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

کاپیسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، پرون ماښام د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ په منګل‌خېل دره‌نامه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د نښتې په پایله کې یو سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او څلورو نارینه‌وو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې نښتې اصلي لامل د لارې د وېش پر سر اختلاف و چې د امنیتي ځواکونو په مداخلې پای ته رسېدلې ده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ښکېل ځیني کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او دوسیې یې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې دي.