
کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان طالبانو تحریک د خیبرپښتونخوا باجوړ سالارزي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته تر نیولو وروسته سوځولې.
دغه وسله والې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ د سالارزي په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته د دې ډلې جنګیالیو نیولې ده.
په ویډیو کې لیدل کیږي، چې نیول شوې پوسته تر نیول کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د تحریک لخوا سوځول کیږي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.