افغانستانخبرونه

طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ یو ځل بیا نښته پیل شوې

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د هملند ولایت په بهرابچه کې یو ځل بیا نښته پیل شوه.

د هلمند ولایت د بهرابچه/بهرامچه ولسوالۍ څخه سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته یو ځل بیا پیل شوې ده.

سرچینو ویلي چې دا نښته هغه مهال پیل شوه کله چې پاکستاني پوځیانو پر هغو طالبانو ډزې وکړې چې د کانتینرونو په ځای پر ځای کولو بوخت و.

را پورونه وایي، د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستان د ځواکونو به ځواب کې ډزي کړي، چې له امله یې نښته پیل شوې ده.

دوه ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د پوستې پرسر د اختلافاتو له امله د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې وه.