افغانستانخبرونهراپورونه

د اختر په درشل کې، د افغانستان بازارونه خپل تر ټولو ګڼه ګوڼه ورځې تېروي.

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په افغانستان کې هر څوک د خپل توان په اندازه هڅه کوي چې د قرباني اختر لمانځنه وکړي او دا ورځې په خوښۍ تېرې کړي.

د اختر په ورځو کې تفريح او د يو بل ليدل کتل د افغانانو ترمنځ يوه له مهمو دودونو او کلتورونو څخه ده چې په داسې ورځو کې تل پاملرنه ورته کېږي.

د کونړ اوسیدونکی عبدالواسع وایي، د افغانستان خلک په داسې ورځو کې، د اختر د شيرينيو او توکو د تيارولو ترڅنګ، نوي کالي هم اخلي او ځانونه سينګاروي.

نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې يو دود دا دی چې هر څوک د قرباني اختر پر مهال هڅه کوي په کور کې وي او د مېلمنو مېلمستيا وکړي.

عبدالستار اميري هغه څوک دی چې په ايران کې د درې کلونو کډوالۍ وروسته اوس بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

محمد سبحان چې تازه یې کوژدن کړې، وایي، د نويو ودېدلو ناوې لپاره د ډاليو وړل په افغانستان کې يو بل دود دی چې د قرباني اختر جذابيت نور هم زياتوي.

هغه د فلسطین مظلمو خلکو ته په اشارې سره وویل: خو ځينې افغانان له دې امله ډېر خفه دي چې په نړۍ کې يو شمېر مسلمانان اختر نه لري او د ظلم او جبر له امله کړېږي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ی یې د اختر د نمانځنې په موخه سخت امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولی شي، په ډاډه زړه میله ځایونو او نورو تفریحي سیمو کې خپل اختر ونمانځي.

سږ کال طالبانو د قرباني اختر لپاره څلور ورځې رخصتي اعلان کړې ده، چې د عرفې ورځ هم په دې رخصتيو کې شامله ده.

د قرباني اختر په افغانستان کې يو له مهمو اسلامي مناسبتونو څخه دی، چې هر څوک هڅه کوي د ځان او خپلې کورنۍ لپاره غوره ورځې جوړې کړي.