
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د حماس غورځنګ په يوه اعلاميه کې د امريکا هغه اقدام په کلکه وغانده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه قرارداد يې ويټو کړ چې په کې غزه کې د جګړې د سمدستي درولو غوښتنه شوې وه.
دې غورځنګ ويلي، دا د امريکا له خوا د اسرائیلو له کورکورانه ملاتړ او په فلسطين کې د دې رژيم د بشر ضد جنايتونو د ملاتړ نښه ده.
حماس په دې اعلاميه کې د امريکا د دريځ په اړه، چې د امنيت شورا د ۱۵ غړو له ډلې ۱۴ يې دې قرارداد ته مثبته رايه ورکړې وه او يوازې امريکا يې مخالفه وه، سخت خواشيني ښودلې او دا چلند يې د واشنګټن له خوا د نړيوالو قوانينو او د فلسطينيانو د وينې تويولو د مخنيوي لپاره د نړيوالو هڅو پر وړاندې بې پروايي بللې ده.
دې اعلاميې ټينګار کړی چې د امريکا دريځ د نړيوال جنايي محکمې لخوا د تعقيب لاندې جنګي جنايتکار بنيامين نتنياهو ته شین څراغ ورکوي چې په غزه کې پر بې ګناه ملکي وګړو خپل وحشي نسلوژنه جاري وساتي او دا د امريکا په دې جنايت کې د بشپړې ونډې نښه ده.
د فلسطين د جهاد اسلامي غورځنګ په يوه اعلاميه کې د امريکا حکومت د فلسطيني ولس د نسلوژنې په جنايت کې د اسرائیلو اصلي شريک بللی دی.
دې غورځنګ د امريکا لخوا د اسرائیلو جنايتونو د دوام لپاره د ويټو حق کارولو په غبرګون کې ويلي چې امريکا د غزې د خلکو د نسلوژنې په جنايت کې د اسرائیلو مستقيم ملګری دی.
دې غورځنګ زياته کړې چې د ډونلډ ټرمپ د ادارې کړنې او دريځونه د امريکا له تېرو ادارو سره هېڅ توپير نه لري.
د فلسطين جهاد اسلامي ويلي، دا موضوع بايد د هغو رژيمونو پام ځان ته واړوي چې پر امريکايي دولت تکيه کوي، دا هماغه دولت دی چې د عربو شتمني پرته له کوم احترام څخه لوټي او د اسرائیلو جنایتکار رژيم لپاره وسلې او مهمات برابر کړي او د هغو د جنايتونو د دوام لپاره سياسي پوښښ جوړوي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غزې د جګړې او د اسرائیلو د جنايتونو د درولو لپاره د رايې اچونې پر مهال، ټولو غړو پرته له امريکا دې قرارداد ته مثبته رايه ورکړه؛ خو امريکا، چې د دې شورا دايمي غړی او د ويټو حق لري، دې قرارداد ته منفي رايه ورکړه او په دې توګه دا قرارداد تصويب نه شو.