افغانستانخبرونه

جمعه او شنبه د هېواد په شل ولایتونو کې د اورښت اټکل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبرداری ورکړی چې د راتلونکو دوو ورځو (جمعه او شنبې) په ترڅ کې به د کابل په ګډون د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو احتمال وي.

دغه وزارت زیاته کړې، هغه ولایتونه چې په کې د اورښت او بادونو احتمال شته، په کې بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو شامل دي.

د وړاندوینو له مخې، د باران اندازه به له ۱۵ تر ۳۵ ملی‌مترو پورې وي او د باد سرعت به له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو فی ساعت پورې اټکل شوی دی.