خبرونهنړۍ

لندن: د فلسطین په ملاتړ لاریون کې ۸۹۰ کسان نیول شوي 

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

بریتانیایي پولیسو د فلسطین په ملاتړ د اعتراضیه لاریون په ترڅ کې د ۸۹۰ کسانو نیول تأیید کړل. 

د پولیسو په وینا، د نیول شویو کسانو له ډلې ۸۵۷ کسان د «فلسطین اکشن» د ملاتړ په تور نیول شوي، په داسې حال کې چې ۳۳ نور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندي شوي، چې پکې ۱۷ کسان د پولیسو پر مامورینو د برید په تور نیول شوي دي. 

پولیسو د لاریون له پیل وړاندې خبرداری ورکړی و چې هر څوک د دې ډلې ملاتړ وکړي، نیول کېږي. 

د یادونې وړده، چې د دې سازمان ځینو غړو د بریتانیا له خوا د اسرائیل د مرستې پر ضد د شاهي هوايي ځواک په یوه اډه ننوتلي وو او پوځي الوتکو ته یې زیان رسولی و، چې له امله یې بریتانیا په جولای کې د ترهګرۍ ضد قوانینو پر اساس پر «فلسطین اکشن» بندیز ولګاوه.