
کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې ۱۸ افغان کډوال یې د «چاناکقلعه» ښار په ساحلي سیمو کې نیولي دي.
د «سيانان» ترکي برخې پرون راپور ورکړی چې په نیول شویو کسانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.
د دې راپور له مخې، په دې عملیاتو کې د انساني قاچاق په تور یو د اذربایجان تبعه هم نیول شوی دی.
د ترکیې ساحلي ګارد ویلي، دا ۱۸ غیرقانوني افغان کډوال به د اداري پروسو له بشپړېدو وروسته د کډوالو د منلو او لېږد مرکز ته ولېږدول شي.