افغانستانخبرونه

د جي۷ هېوادونو مشران د ایران او اسرائیلو جګړې په تړاو غونډه کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) مشران نن دوشنبه په کاناډا کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې په تړاو غونډه کوي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، تمه کېږي چې دې غونډه کې به د اوکراین جګړې او د امریکا د سوداګریزو تعرفو په تړاو هم خبرې وشي.

په اوو سترو صنعتي هېوادونو کې امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، المان، ایټالیا او جاپان شامل دي.